ددې لپاره چې په دې اقتصادي بحران کې له مالي لحاظه و نه ځپل شو نو لاندې ټکو ته مو پام را اړوم، هیله مند یم چې تاسې ته به ګټور تمام شي.
لومړی موضوع داده چې فزیکي کارونو یا هغه کارونو چې په هغه کې د شخص فزیکي شتون ته اړتیا وه او مخامخ وړاندې کیدل له پخوا څخه یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو او یا يې پدې بحران کې له لاسه ورکړ. هغه کارونه چې له لیرې د انټرنت په لیکه ترسره کیدلای شوای یا له لیرې له دفتره یا له کوره ترسره کیدلای شوای تر اوسه ورته اړتیا شته او ارزښت یې ورځ په ورځ زیاتیږي. نو که تاسې تر اوسه پداسې دندو یا تجارتونو کې مصروف یاست چې په فزیکي ډول مخامخ خدمات وړاندې کوی نو مجبور یاست چې په خپل کار یا د خپلو خدماتو د وړاندې کولو په طریقو له سره فکر وکړی. کوښښ وکړي چې کارونه مو داسې تنظیم کړی چې له لیري یې وړاندې کړای شی. تقریبا د نړی ټول کارونه له لیرې یا د انټرنټ په مټ هم وړاندې کیدای شي یواځې له سرڅخه فکر تر اړتیا لري. که دوکانداران یې د خلکو کورونو ته خوراکي توکي ورورسوی، که مغازې او مارکیټونه لري خپل کاروبار مو انلاین کړی، که کاریګر یې خپل کارونه مو داسې ترتیب کړی چې له کوره یې وکړای شی او د خلکو لیدلو ته مو اړتیا کمه شي. مهمه داده چې له زاړه فزیکي چاپیریال څخه راووځی او د خپلو خدماتو یا تولیداتو د وړاندې کولو په نویو میکانیزمونو باندې فکر وکړی. پدې طریقه به هم د نوي کار څښتن شی او هم به مو عاید لوړ شي ځکه چې په ځینو وختونو کې خپل تولیدات یا خدمات د پخوا په پرتله ډیرو خلکو ته رسولای شی.
او که تاسې نشی کولای چې خپل تولیدات، خدمات یا خپل تجارتونه له لیرې څخه او یا یې د انټرنټ په مټ ترسره کړی نو ښه به دا وي چې په خپلو مهارتونو، کارونو او یا خپلو تجارتونو کې تغیر راولی، او داسې مهارتونه یا داسې تجارتونه پیدا کړی چې د انټرنټ په لیکه او یا له لیرې څخه ترسره کیدلای شي.
دوهمه موضوع داده چې که په بشپړ ډول له خپل کاره راضي نه یاست او یا یې په نوي سیستم نشی برابرولای نو په نویو فرصتونو پسې کوښښ وکړئ. نوي تجارتي یا کاري او یا مهارتي فرصتونه پیدا کړئ. پدې موضوع کې اوس هغه لارې چارې څیړو چې په هغه نوي یا تازه فرصتونه پیدا کولای او ترلاسه کولای شو.
Podchaser is the ultimate destination for podcast data, search, and discovery. Learn More